کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۴۲ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

30 جدی 1393 ساعت 11:58


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې زابل،کندهار،ننګرهار،لوګر،پکتیکا،خوست،کندز،بلخ،کاپیسا او کنړ ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۴۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۳۲ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۰ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د نیمروز، فراه، زابل او کندهارولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 105702

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105702/۴۲-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com