کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې یو تن جعلکار د وسلو د لیږد د جعلی جواز د چاپ له یوې دستګاه سره یو ځای ونیول شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1393 ساعت 13:14


د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن جعلکار په نوم د ایمل د میرشاه رضا زوی په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت له نامه څخه د وسلو د لیږد د جعلی کارتونو د چاپ او ویشلو په تور نیولی دی.

نیول شوي کس د وسلو د لیږد جعلی کارتونه، د شرکتونو د فعالیت جواز او د تابعیت تذکري د پیسو په بدل کې کورنیو او بهرنیو اتباعو، د شرکتونو مسوولینو او غیر مسوولو کسانو ته له برابریدو وروسته ورکول، چې د ۵ قطعو جعلی کارتونو د ویشلو پر مهال لاس په لاس ونیول شو او د کابل ښار د څلورمې ناحیی له اړوندو سیمو څخه د نوموړی له پټنځای څخه ۹۵ قطعی د وسلو د لیږد غیر قانونی کارتونه، جعلی تذکري، د شرکتونو د فعالیت جوازونه سره له یو پایه د چاپ ماشین، یو پایه سکنر او یو پایه لب تاپ کمپیوتر هم تر لاسه شوي دي.

نوموړی د وسلو د لیږد هر یو قطعه جعلی کارت د په بدل کې ۶۰۰ امریکایی ډالر اخیستل.


د مطلب کود: 105711

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105711/په-کابل-ښار-کې-یو-تن-جعلکار-د-وسلو-لیږد-جعلی-جواز-چاپ-له-یوې-دستګاه-سره-ځای-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com