کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کې په ښځینه کالیو کې د یو تن ماین خښوونکی او ۵ تنو ترهګرو نیونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1393 ساعت 18:21


د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د ترهکریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ماین خښوونکی په نوم د تازه ګل د عزیزاکا زوی چې د ښځینه کالیو څخه په استفادي سره د هلمند ولایت په خانشین ولسوالی کې په یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو او ماین خښوونه کې رغنده ونډه درلوده هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د امنیتی ځواکونو د تک او راتک په اړه معلومات راټولول تر څو وروسته له هغه د هغوي د تک او راتک په لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي.

همدا رنګه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو بل جلا ځانګړی اقدام په پایله کې ۵ تنه ترهګر چې د هلمند ولایت په اړوندو سیمو کې په یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو او د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندې په غلچکیو بریدونو کې رغنده ونډه درلوده، له یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، یو میل مکاروف تفنګچې او یو اندازه د ډول ډول وسلو له مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.

د یادو ترهګرو په نیولو سره په هلمند ولایت کې د یو لړ خونړیو ترهګریزو بریدونو مخنیوی وشو


د مطلب کود: 105761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105761/په-هلمند-ولایت-کې-ښځینه-کالیو-د-یو-تن-ماین-خښوونکی-او-۵-تنو-ترهګرو-نیونه

آوا
  https://www.avapress.com