کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۸ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 دلو 1393 ساعت 13:06


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان،کندز،کندهار،ارزګان،لوګر،غزنی او خوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۸ تنه ټپیان او ۶ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار ولایت په اړونده سیمې کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 105858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105858/۱۸-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com