ولايت مقام ته د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د ورکړل شويو معلوماتو له مخې پوليسو د بهسودو ولسوالۍ بلند غر سيمه کې د محمد قاسم په مارکيټ کې اته زره څلور سوه اتيا کيلو ګرامه چاودونکي توکي د دوو تنو سره يوځای نيولي دي.
د معلوماتو له مخې پوليسو په مهمندرې ولسوالۍ کې هم په يوه هينو موټر کې دوه زره سل کيلو ګرامه چاودونکي توکي نيولي، چې د هينو ډريور تښتيدلی او د نيوليو په موخه يې په سيمه کې پلټنې روانې دي.
دغه راز قوماندانۍ په خپل راپور کې زياته کړې، چې په ورته وخت کې پوليسو په بټي کوټ او اچين ولسواليو کې دوه کړۍ ماينونه پيدا او له کاله ويستلي دي.