کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 دلو 1393 ساعت 18:10


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار،کندز،سرپل،کندهار،زابل،ارزګان،لوګر،غزنی،خوست او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او یو تن ټپی شو .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۱ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ،فاریاب،زابل،خوست او پکتیکا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 105941

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105941/۵-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com