کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې له ۴۷ میلو وسلو سره یو ځای د ۳ تنو قاچاقبرانو نیونه!

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 دلو 1393 ساعت 13:13


د وسلو او مهماتو یوې ۳ کسیزي ډلي چې ۷ میله کلاشینکوف، ۴۰ میله ډول ډول ډول تفنګچې او یو اندازه مهمات چې په یو عراده پیکپ ډوله موټر کې ځای پر ځای او له پاکستان هیواد څخه ننګرهار ولایت او وروسته کابل ښار ته له لیږدولي وي، او غوښتل یې چې یادي وسلي د ترهګریزو کړنو په موخه پر وسلوالو ډلو باندې خرڅي کړي، چې له نیکه مرغه خپلې موخې ته له رسیدو د مخه د ملی امنیت لوی ریاست ویښو منسوبینو لخوا د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له یادو وسلو سره یو ځای د کابل ښار له اړوندو سیمو څخه ونیول شول.

نیول شویو کسانو د څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف او زیاته کړی ده چې یادې وسلي او مهمات یې د پیښور په رینګ روډ کې د وسلو جوړونې له یوې فابریکي څخه اخیستي او وروسته یې کابل ښار ته رالیږدولي وي.
د یادو ترهګرو او وسلو په نیول سره د وسلوالو ډلو له یو لړ ترهګریزو کړنو څخه مخنیوي وشو.


د مطلب کود: 106025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106025/په-کابل-ښار-کې-له-۴۷-میلو-وسلو-سره-یو-ځای-د-۳-تنو-قاچاقبرانو-نیونه

آوا
  https://www.avapress.com