کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳۲ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 دلو 1393 ساعت 15:23


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان،کندز،فاریاب،ارزګان،پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۱۱ تنه ټپیان او ۱۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
مدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 106194

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106194/۳۲-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com