کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان ولایت کې یو پایه تلویزیون چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول، له یو تن لیږدونکي سره یې یو ځای ونیول شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 دلو 1393 ساعت 15:54


په بغلان ولایت کې یو پایه تلویزیون چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول، له یو تن لیږدونکي سره یې یو ځای ونیول شو.
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د کشفی اطلاعاتو له مخې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې محمد د محمد عزیز زوي، چې د طالبانو ترهګری ډلي یو قوماندان په نوم د دیان په لارښوونه یې غوښتل د یو پایه تلویزیون په واسطه چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای او د ریموټ کنترول په سیستم عیار شوي ول، د مرکزی بغلان ولسوالی د امنیی قوماندانې پر وړاندې پر امنیتی ځواکونو باندې یو ترهګریز برید تر سره کړی، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو دغه شوم پلان شنډ او نوموړی له چاودیدونکو توکو ډګ تلویزیون سره یو ځای د مرکزی بغلان د ښار له اړوندو سیمو څخه ونیول شو.
د نوموړی ترهګر په نیولو سره د مرکزی بغلان د ښار په اړوندو سیمو کې د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه.


د مطلب کود: 106203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106203/په-بغلان-ولایت-کې-یو-پایه-تلویزیون-چې-چاودیدونکي-توکي-ځای-پر-شوي-ول-له-تن-لیږدونکي-سره-یې-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com