کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزي له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د نړۍ د مسلمانانو په وړاندې خپله اوسنۍ تګ لاره بدله کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 13 دلو 1393 ساعت 13:46


پخواني افغان ولس مشرحامد کرزي پرون په کابل کې د افغانستان د اعتدال په نوم په دوهم ملي کانفرانس کې وویل، لودیځوال باید له هغو کړنو لاس واخلي چې له اسلام سره د دوښمنۍ او د خلکو د بربادي لامل ګرځي.
هغه په ټوله نړۍ او افغانستان کې د مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې وغندلې.
کرزي تل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وحشتونه او جنایتونه غندلي خو د بندولو وس ېې په ظاهره نه درلود په دې غونډه کې اجرایه ریس عبد الله بیا په هیواد کې ترهګرې کړنې وغندلې او هغه ېې له اسلامي او بشري موازینو سره په ټکر کې وبللې .
هغه ټينګار وکړ افغان دولت په دې هیواد کې د سولې د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي
په افغانستان کې د اعتدال مرکز د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال جوړ شو چې موخه ېې امر بالمعروف او له منکراتو نهې اعلان شوې او غواړي له افراط پالنې سره هم مبارزه وکړي


د مطلب کود: 106288

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106288/کرزي-له-لویدیځو-هېوادونو-وغوښتل-چې-د-نړۍ-مسلمانانو-په-وړاندې-خپله-اوسنۍ-تګ-لاره-بدله-کړي

آوا
  https://www.avapress.com