د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وړاندې د بهرنیو چارو نوی وزیر صلاح الدین رباني په رسمي ډول د هغه وزارت منسوبینو ته ور وپېژانده.
ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو له پخواني وزیر او منسبینو له چارو مننه وکړه او ښاغلي صلاح الدین رباني ته یې ته یې په خپلو چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.
ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسي جرګې مننه وکړه چې اتو وزیرانو او د ملي امنیت رییس ته یې د باور رایه ورکړه، هغه له ولسي جرګې وغوښتل چې د کابینې نور معرفي کېدونکیو غړو ته هم د باور رایه ورکړی.
ده زیاته کړه، چې د کابینې له بشپړېدو وروسته به ټوله کابینه په متحد ډول کارونه مخ ته وړي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چې په بهرني سیاست له سره کتنه او له عکس العملي سیاست نه د افغانستان د بهرني سیاست را بهر کېدل یې د کار لومړیتوب دی. د هغه په وینا، چې دی د یوه سیاسي جریان لپاره نه بلکې د افغانستان د بهرني سیاست لپاره ژمن دی.
ښاغلي رباني وویل: چې په بهرني سیاست کې تعهد او تخصص مهم دی او په بهرني سیاست کې باید موږ ظرفیت رامنځته کړو، چې وکولای شو په نړیواله کچه له خپلو ملي ګټو دفاع وکړو.