دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 106352
نظامي مسؤلین په ولسونو کې حکومتدارۍ ته زمینه برابر وي
د غه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( سې شنبه ) د دغه ولایت له قومي مشرانو سره د ولایت مقام کې په جوړه شوې غونده کې وکړ.
نوموړی وویل: مخالفین هر مهال هڅه کوي،چې له کلیوالي سیمو څخه د سنګر په توګه ګټه واخلي او خپلو موخو ته د رسیدو په موخه اولسونه هم تر خپل تاثیر لاندې راولي .
ده زیاته کړه،حکومت لا هم هڅه کوي،چې خپل خدمات اولسونو ته ورسوي او په دغه برخه کې د لا بریالیتوب په موخه امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې،چې لا مهم ښه زمینه برابره کړي .
په جوړه شوې غونډه کې چې قومي مشر او د ولایتي شورا پخوانی مرستیال حاجي محمد حضرت جانان،د ملي امنیت رئیس انجینر طاوس او ګڼ شمیر نورو هم برخه درلوده،قومی مشرانو د میدان وردګو سرپرست والي او ټولو نظامي مسؤلینو څخه مننه وکړه.
دوی زیاته کړه،ولایت مقام او امنیتي ارګانونو هر مهال هڅه کړې،چې د دوی د خوندیتوب په موخه کار وکړي او په دغه برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccpeqsi2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته