کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني: د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره باید یو منسجم پروګرام ترلاس لاندې ونیول شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 حوت 1393 ساعت 15:29


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هغه تمویل کوونکو او همکارو بنسټونو د خپلو ترسره شویو چارو رپوټ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.
په هغه غونډه کې چې په همدې اړه نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوي وه، جمهور رئیس غني د دغه رپوټ له اورېدو وروسته، وویل چې د مهاجرینو او راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره باید یو منسجم پروګرام چې د لنډمهال، منځ مهال او اوږد مهال اقدامات پکې شامل وي، ترلاس لاندې ونیول شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د کابینې په راتلونکې غونډه کې دې د افغان کډوالو د ستونزو د حل د څرنګوالي اړوند مسایل وڅېړل شي او باید لومړنۍ هڅه دا وي چې په ګاونډیو هېوادونوکې افغان کډوال ونه ځورل شي.
جمهور رئیس غني په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او نورو اړوندو بنسټونو ته هم لازمې لارښوونې وکړې.#


د مطلب کود: 107472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107472/جمهور-رئیس-غني-د-افغان-مهاجرینو-ستونزو-حل-لپاره-باید-یو-منسجم-پروګرام-ترلاس-لاندې-ونیول-شي

آوا
  https://www.avapress.com