کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې مخ پټو وسله والو ۳۰ مسافر "تښتولي"

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 حوت 1393 ساعت 15:42


د زابل سيمه ییز چارواکي وايي، د مخ پټو وسلوالو یوې ډلې د کندهار - کابل پر لویه لاره څه باندې دېرش تنه سپاره کسان له دوو مسافر وړونکو بسونو ښکته کړي او "تښتولي" دي.
له مسافرو نه یوه کس ویلي، تښتوونکو د افغان پوځ د کومانډو جامې او تور ماسکونه لرل، له مسافرو یې په موټرو کې یوازې د پېژندپاڼو 'تذکرو' پوښتنې کولې او په 'بله ژبه' غږېدل، خو ډېرې خبرې یې نه کولې.
هڅه مو وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره اړیکه ونیسو، که څه هم هغوی په لومړی سر کې د معلوماتو ورکولو ژمنه وکړه، خو وروسته ځواب ویلو ته حاضر نه شول.
راپورونه ښيي، چې تښتول شوي کسان ټول هزاره ګان دي چې له ایرانه له خپلو کورنیو سره یوځای د کابل پر لور روان وو.
په کندهار کې د ترانسپورت ریاست یو چارواکی وایي، بس موټر د غزني پیما شرکت اړوند دي چې د تېرې دوشنبې په ورځ ناوخته د شاجوی او جنډې ترمنځ سیمه کې وسلوالو ترې ۳۰ کسان ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.
په دې ولایت کې د غزني پیما په نامه شرکت استازي نصیر احمد بي بي سي ته وویل، ددوی اړوند هغه موټر، چې دغه مسافر پکې سپاره وو، د تښتوونکو له خوا دوه ساعته درول شوي وو، چې په سیمه کې هېڅ پولیس، او د عامه نظم ساتونکي نه وو موجود.
نوموړی وايي، تر دوو ساعتونو وروسته د ملي اردو یو کاروان راغی، چې له همدې سره تښتوونکو هم دغه کسان له ځانه سره یووړل او موږ د دوی مېرمنې او ماشومان غزني او کابل ته ولایتونو ته ورسول.
کندهار کې زموږ همکار مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د شاجوی ولسوال عبدالخالق ایوبي وایي، د سیمي له خلکو یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ګواکي تښتوونکو تورې جامې اغوستې وې او په یوه داسې ژبه سره غږېدل چې پوهېدل پرې ګران وو .
په هغه سیمه کې چې دغه پېښه رامنځته شوې، په دې وروستیو کې هلته د بهرنیو وسلوالو د ورتګ راپورونه هم خپاره شوي.
څو ورځې وړاندې، په زابل کې یوه کس د خپلې کورنۍ اوه غړي په ډزو وژلي او برید کوونکی بیا د پولیسو له خوا وژل شوی. په وژل شوو کې د قاتل دوه وروڼه، د هغوی مېرمنې او ورېرونه دي. د زابل پولیس وايي قاتل په نشه يي توکو روږدی سړی و چې څو ورځې مخکې له زندانه خوشی شوی و.
تر اوسه ددغې تازه تښتونې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.


د مطلب کود: 107475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107475/زابل-کې-مخ-پټو-وسله-والو-۳۰-مسافر-تښتولي

آوا
  https://www.avapress.com