کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل کې د۳۰ تښتول شوو مسافرو څخه یو تن یې د سې شنبې په ماښام خوشې شوی

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 6 حوت 1393 ساعت 15:17


د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د۳۰ تښتول شوو مسافرو څخه یو تن یې د سې شنبې په ماښام خوشې شوي دي.
د زابل د امنیت امیرغلام فراهي جیلاني ازادۍ راډیو ته وویل، د یادو کسانو د خلاصون په هدف د پوځي عملیاتو ترڅنګ د قومي مشرانو یوه ډله د تښتونکو سره د خبرو لپاره خاک افغان ولسوالۍ ته نن سهار استولی دي.
یاد مسافرین چې له ایرانه رد مرز شوي وو وړمه ورځ د کابل ـ کندهار لوی لارې پرسر د وسله والو کسانو له خوا برمته شوي دي.
تر دا مهاله هیڅ یوې وسله والې ډلې د دې کسانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخستی.


د مطلب کود: 107526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107526/په-زابل-کې-د۳۰-تښتول-شوو-مسافرو-څخه-یو-تن-یې-د-سې-شنبې-ماښام-خوشې-شوی

آوا
  https://www.avapress.com