ملګروملتونوعمومي منشي بان کيمون، یان کوبیش په عراق کې د دې سازمان د سیاسي استازې په دندې ټاکلی دی.
دغه سلواکېایي ډپلومات له دې مخکې له ۲۰۱۲میلادي نه تر ۲۰۱۴ م کاله پورې په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازي په دندې کارکړی و.
د ملګروملتونو ویاند سټیفن دویاریڅ وایي، ښاغلی کوبیش په سیاست، د بهرني امنیت په پالیسۍ او نړېوالو اقتصادي اړیکو کې د کلونو تجربه لري.
یان کوبیش چې د سلواکېا د بهرنیو چارو د وزیرپه دندې یي هم کار کړی، د بلغاریایي ډپلوماټ نیکولاي میلادینوف پرځای به په عراق کې د ملګروملتونو د دفتر مشر وي.