دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 107568
دپاکستان لشکر جهنګوي ترهګره ډله له طالبانو سره ارتباط لري
دپاکستان لشکر جهنګوي ترهګره ډله له طالبانو سره ارتباط لري .
 د پاکستان حکومت وویل لشکر جهنګوي وهابي ترهګره ډله له طالبانو ډلې سره ارتباط او اړیکې لري .
دپاکستان دکورنیو چارو وزارت ټولو صوبو ته په یوه(۱) استول شوي لیک کښې وویل لشکر جهنګوي وهابي ترهګرې ډلې له القاعده څخه دمرستې دترلاسه کولو کوشش وکړ خوالقاعده ډلې په عراق او سوریې کښې دبوختیدا په وجه دمرستې غوښتنه رد کړه او لشکر جهنګوي د غوښتنې له ردیدا وروسته له طالبانو سره ارتباط او اړیکې ټینګې کړي دي .
دپاکستان دکورنیو چارو وزارت په دغه لیک کښې وویل لشکر جهنګوي د عبدالرحمان په نوم یو کس چې دپنجاب صوبې د کبیروالا سیمې وسیدونکی دی په دغه صوبې کښې دخپلو فعالیتونو مسوولی ټاکلی دی .
دپاکستان دکورنیو چارو وزارت وویل عبدالرحمان په لاهور او دپنجاب صوبې په نورو سیمو کښې ډیرې حملې پلان کړې وې .
دپاکستان دکورنیو چارو وزارت وویل دالقاعده وهابي ترهګرې ډلې لخوا دمرستې دغوښتنې له ردیدا وورسته لشکر جهنګوي ترهګرې ډلې دطالبانو ډلې له مشر ملا فضل الله سره تماس ټینګ وکړ او هغه نه یوازې له لشکر جهنګوي ډلې سره دمالي مرستوژمنه وکړه بلکې له دغه غیرقانوني اوترهګرې وهابي ډلې سره یې دنورو ډیرو مرستو ژمنه هم وکړه .
دپاکستان دکورنیو چارو وزارت په دغه لیک کښې وویل ترهګرې ډلې په هیواد کښې په امامباړو حملې کوي چې په حکومت دباو راولي چې دترهګرو ډلو دغړیو داعدام او پانسي کیدا کار بند کړي .
دپاکستان حکومت باوري دی چي په هیواد کښې دترهګرو حملو زیاتیدل د لشکر جهنګوي اوطالبانو ډلې ترمینځ د اړیکو ټینګیدل دي .
سیاسي شناندي وايي چې دطالبانو، لشکر جنګوي ، سپاه صحابه، القاعده او نورو وهابي ترهګرو ډلو ترمینځ اړیکې او ارتباط کومه نوي خبره نه ده بلکې دغه ډلې له ډیرو کلونو راهسې له یوبل سره مالي مرستې کوي .
په افغانستان کښې دطالبانو دحکومت په وخت کښې ،القاعده ، سپاه صحابه او لشکر جهنګوي ټروریسي ډلو په دغه هیواد کښې دترهګرو د روزنې ډیر مرکزونه لرل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccemqs42bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته