کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

29 تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 حوت 1393 ساعت 15:16


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل، سرپل، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۱۶ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ، کندهار، ارزګان، غزنی، خوست او لوګر ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پرځای شوي وو کشف او شنډ کړاې شول.


د مطلب کود: 107595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107595/29-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com