کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله به د مارچ په ۲۴مه له اوباما سره وویني

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 حوت 1393 ساعت 14:16


د امريکا ولسمشر باراک اوباما به راتلونکې مياشت د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشران په سپينه ماڼۍ کې ميلمانه کړي.
سپينې ماڼۍ پرون ناوخته په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ولسمشر اشرف غني او اجرايوي رييس عبدالله عبدالله به د مارچ په څلور ويشتمه نېټه د اوباما سره وويني.
دا په تېر دوبي کې د افغان ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني تر ټاکل کېدو وروسته؛ د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړي ليدل کتل دي. افغان پلاوی به د مارچ له ۲۲ څخه تر ۲۵ پورې په واشنګټن کې وي.
ښاغلی غني او ښاغلی عبدالله به په دي سفر کې د امريکا د بهرنيوو چارو له وزير؛ جان کري سره هم ويني.
دا سفر په داسې حال کې کيږي چې له امريکا غوښتنه شوې ده چې په افغانستان کې تر پلان شوي شمېرې زيات پوځيان پريږدي.


د مطلب کود: 107665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107665/ولسمشر-غني-او-عبدالله-د-مارچ-په-۲۴مه-له-اوباما-سره-وویني

آوا
  https://www.avapress.com