کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهور رئیس غني په نامه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین لخوا د خواخوږۍ پیغام را رسېدلی دی.

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 12 حوت 1393 ساعت 14:04


د جمهور رئیس غني په نامه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین لخوا د خواخوږۍ پیغام را رسېدلی دی.
په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر دافغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په نامه د فدراتیفې روسیې د جمهوررئیس ولادیمیر پوتین لخوا کابل ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام را رسېدلی دی.
د فدراتیفې روسیې جمهور رئیس په خپل دغه پیغام کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني،د قربانیانو کورنیو او د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.


د مطلب کود: 107849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107849/د-جمهور-رئیس-غني-په-نامه-روسیې-ولادیمیر-پوتین-لخوا-خواخوږۍ-پیغام-رسېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com