کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهور رئیس غني په نامه د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بیردي محمد اف لخوا د خواخوږۍ پیغام را رسېدلی دی

12 حوت 1393 ساعت 18:56


د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو ځاني تلفاتو په خاطر د د جمهور رئیس محمد اشرف غني په نامه د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بیردي محمد اف لخوا کابل ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام را رسېدلی دی.

د ترکمنستان جمهور رئیس ښاغلي قربانقلي بیردي محمد اف په خپل دغه پیغام کې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني،د قربانیانو کورنیو او د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي، د لوی خدای له دربار څخه یې افغان ولس ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کړې ده


د مطلب کود: 107872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107872/د-جمهور-رئیس-غني-په-نامه-ترکمنستان-قربانقلي-بیردي-محمد-اف-لخوا-خواخوږۍ-پیغام-رسېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com