کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل وايي طالبانو ته امتیاز نه ورکوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 حوت 1393 ساعت 12:37


افغان دولت ویلي، چې طالبانو سره د سولې په خبرو کې دغې ډلې ته کوم امتیاز نه ورکوي.
د ولسمشر ویاند اجمل عابدي وايي افغان حکومت د سولې پر تامینولو ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، چې افغان حکومت به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې د سولې بیه له جګړې څخه ورته ګرانه تمامه شي.
عابدي زیاتوي، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو په موخه د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوه سیاسي غونډه د جوړیدو په حال کې ده او افغان حکومت د سولې په خبرو کې د ټولو اسلامي او لویدیځو هېوادونو له ملاتړ څخه تود هرکلي کوي.
خو عابدي دا ندي ویلي چې کابل طالبانو ته له امتیاز ورکولو پرته د سولې لپاره کوم پلان او طرحه لري.


د مطلب کود: 108259

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108259/کابل-وايي-طالبانو-ته-امتیاز-نه-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com