کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتيا: په جنايي جرمونو کې ۴۳ فيصده کموالی راغلی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 24 حوت 1393 ساعت 14:00


د تېر کال په پرتله سږ په پکتيا کې د جنايي جرمونو په فيصده کې ښکاره کموالی راغلی دی او د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې ۴۳ فيصده جنايي جرمونه کم شوي دي.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د تېروکلونو په پرتله سږ په دې ولايت کې د خلکو عامه پوهاوي او پوليسو مسلکي کېدو له امله په جنايي جرمونو کې کموالی راغلی دی.
د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې د ۱۳۹۲ کال په پرتله په روان کال کې د جنايي جرمونو پېښې کمې شوې دي او په خبره يې لامل يې هم د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی ګڼي.
نوموړی زياتوي چې په دغه کال کې يې ۱۲۵ بېلابېل واقعات درلودل چې په خپل وخت يې اړوند قضايي او عدليه ارګانونو ته سپارلي دي:
"موږ په دغه کال کې ۱۲۵ مختلف النوع واقعې لرو چې په دې کې ۲۵ د قتل؛ ۳۸ د مجروحيت او وهل ټکول دي، ۲۸ د غلا يوه واقعه، قاچاق د انسان، ۳ قاچاق د ممنوع اموالو، ۷ تهديد، ۲ د لاروهنې او يوه واقعه بله فرېبکاري ده او ۲۰ نورې واقعې متفرقه واقعات دي، چې د دې په تړاو باندې موږ ۲۰۳ کسه مظنونين نيولي او عدليه ارګانونو ته مو سپارلي دي چې دا پېښې موږ د تېر کال سره مقايسه کړې؛ ډېرې کمې شوې دي، يعنې ۴۳ فيصده کموالی په جنايي او نورو جرمونو کې راغلی دی."
نوموړی زياتوي چې په جنايي جرمونو کې کموالی د ټولنې د تغير معنی لري او د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی د دې لامل کيږي چې په دې ډول پېښو کې کموالی راشي.
د اورياخېل په خبره چې د جنايي جرمونو د کموالی لامل له دوی سره د خلکو همکاري او د پوليسو مسلکيتوب دی:
”واقعاً دلته اوس د خلکو همکاري ده، او زموږ د پوليسو مسلکيتوب دی چې اوس يې ساحوي پاسپورټونه جوړ کړي دي؛ وخت ناوخت دوی کنټرول کوي او لوی لامل يې دا دی چې خلک له موږ سره همکار دي.“
نوموړی دا هم وايي چې که خلک له دوی سره همداسې همکار پاتې شي؛ ښايي په راتلونکي کال کې په دې ډول پېښو کې تر دې هم زیات کموالی راشي.


د مطلب کود: 108563

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108563/پکتيا-په-جنايي-جرمونو-کې-۴۳-فيصده-کموالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com