کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ظریف او کیري په مشرۍ پنځه ساعتیز ایټمي مذاکرات پاې ته ورسیدل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 حوت 1393 ساعت 11:54


دسویټزرلینډ په لوزان کښې د ایران او امریکې د خارجه وزیرانو په مشرۍ د دواړو هیوادونو د ایټمي ټیمونو پنځه ساعتیزې خبرې اترې په ځايي وخت پرون مازیګر پاې ته ورسیدلې.
ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی چې پرون مازیګر د محمد جواد ظریف او جان کیري په مشرۍ د ایټمي مذاکراتو دریم پړاو چې غرمه دولس بجې پیل شوی و، مازیګر څلور بجې وروسته پاې ته ورسید او له یوې لنډې دمې وروسته ددغو خبرواترو څلورم پړاو د یوه ساعت په موده ترسره شو.
په دې خبرواترو کښې داروپايي اتحاديې د بهرني سیاست د مسئولې مرستیاله هلګااشمیډ هم موجوده وه.
ایسوشیئیټډ پریس په دې تړاو ویلي: په داسې حال کښې چې ایراني او امریکايي مرکچیانو په مذاکراتو کښې د ښه پرمختګ خبره کړې، د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون وویل: په دې کښې شک نشته چې په تیر یو کال کښې په ایټمي مذاکراتو کښې ډیر پرمختګ شو خو بیا هم موافقې ته د رسیدو امکان نیم په نیمه دی.
البته د ایران یو لوړپوړي چارواکي پرون ویلي چې ایران او ۵+۱ ډله په خبرواترو کښې ابتدايي موافقې ته نزدې شوي دي.


د مطلب کود: 108718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108718/د-ظریف-او-کیري-په-مشرۍ-پنځه-ساعتیز-ایټمي-مذاکرات-پاې-ته-ورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com