کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بيک: د هلمند ولایت پر ودانۍ د برید د زیانونو د څېړنې لپاره مو پلاوی ټاکلی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 حوت 1393 ساعت 15:09


د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست مشر متین بېک، د هلمند ولایت مقام پر ودانۍ، د موټر برید په کلکه غندلی دی.
نوموړي دا د وطن او خلکو ددښمنانو کار بللی دی او په پېښه کې د شهیدانو روح ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کړې ده. متین بېک زیاته کړې، چې یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې، چې ژر تر ژره هلمند ولایت ته سفر وکړي او د پېښې زیانونه و ارزوي.
د لومړنیو راپورنو له مخې د برید له امله د هلمند ولایت مقام وداني څلوېښت په سلو کې زیانمنه شوې ده.
په دې برید کې، د نورو هېوادوالو ترڅنګ، د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، د نادعلي ولسوال، د ولایت د کرنې رییس او د ګرشک ولسوالۍ پخوانی ولسوال هم ټپیان شوي دي. ​


د مطلب کود: 108746

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108746/بيک-د-هلمند-ولایت-پر-ودانۍ-برید-زیانونو-څېړنې-لپاره-مو-پلاوی-ټاکلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com