دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 108796
کابل ښاریان: مسولین دې لااقل په نوروزکې د بریښنا ستونزه حل کړي

کابل ښاریان د برېښنا د نه شتون له امله شکایت لري او وايي هیله من دي چې د برېښنا شرکت مسوولین د نوروزپه شپه او ورځ د دوی ستونزې ته رسیده ګي وکړي.
د کابل برېښنا مسوولین د کابل ښاریانو ستونزو او غوښتنې ته پام سره وايي، که څه هم د کابل برېښنا د پرې شویو مزو او غورځېدل شویو پایو د رغولو کار په شااوخوا پنځلس ورځې نور وخت ونیسي، خو د نوي کال په شپه او ورځ به کابل ښاریان بې برېښنا نه وي.
کابل ته د وارداتي برېښنا مزي او پایې د سالنګونو په او اوږدو کې د سږ ژمي د زورورو ورښتونو او برفکوچونو له امله اغیزمنې شوي چې له امله یې کابل ښاریان ډېری وخت خپلو الکینونو ته شپې رڼوي.
کابل ښاریان چې ډېره موده یې، خپل الکینونه، لمپې، ګیسونه او چارجي څراغونه کونج ته کړي ول، نن سبا بیا په نوبتي ډول همغو ته شپې رڼوي او د برېښنا شرکت د مسوولینو زیرۍ ته په تمه دي.
دوی وايي، د بې برقۍ له ستونزو سره مخ کړي او هیله لري چې مسوولین یې لااقل د نورو په شپه او ورځ ستونزو ته رسیده ګي وکړي.
دوی دا شکایت هم لري چې د برېښنا په ویش کم ستونزه موجوده ده او په مساوي او یوشان ډول نه ویشل کېږي.
د کابل ښار برېښنا په سږ ژمي کې د سالنګونو په اوږدو کې د زورور ورښتونو او برفکچونه له امله زیانمنه شوه.څو پایي یي ونړېدې او مزي یې هم پرې شول.
د کابل برېښنا شرکت مسوولین وايي چې د زیانمنو شویو پایوو او د برېښنا د مزو په تړلو کار روان دی او ښايي شا او خوا پنځلس ورځې نورې هم ونیسي.
خو د دغه شرکت عملیاتي مسوول شکیب نثار وايي چې د نوروزپه شپه او ورځ به دوی ترخپل وسه هڅه وکړي چې کابل ښاریان برېښنا ولري:
″د نوروزپه ورځ او شپه به موږخپل سل میګا واټه وارداتي او د اوبو برېښنا ولرو، دغه شان په پام کې لرو چې د کابل د تره خیلو حراراتي دستګاه هم په سل میګا واټه برېښنا سره فعاله وساتو، که څه هم لګښت یې ډېردی خو د نوروز په ویاړ او د خلکو دودونو ته په درناوي سره دا کار کوو.″
په افغانستان کې د بنسټیزوکارونو د نه عملي کېدو په برخه کې د انتقادونو په لړکې د دغه هېواد د برېښنا خبره هم یادېږي.
کارپوهان وايي، له دې سره، سره چې افغانستان پرېمانه اوبه لري او نورو هېوادونه یې له برکته خپل کلي او ښارونه راڼه کړي دي خو په خپله په دغه هېواد کې لکه څنګه چې لازمه وه د برېښنا لپاره اساسي کار نه دی شوی.
دوی وايي، د هغو پروژو پرځای چې کم عمره او لنډ مهال دي باید په اوږدمهالو او دایمي پروژو کار وشي .

سرچينه : دصدیا افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgy79q3ak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته