په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار،سرپل،کندهار،ارزګان،لوګر،غزنی،پکتیا،فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۱ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه دننګرهار،جوزجان،ارزګان،خوست او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.