کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې د ۳ تنو ترهګرو نیونه!

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 حمل 1394 ساعت 12:01


د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر هر یو:
- سیف الله د حیات خان زوی. حکمت الله د شاه ملنګ زوی . فضل الحق د حاجی عبدالله ګل زوی، چې د ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو کې په لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو او شبنامو په خپرولو کې رغنده ونډه درلود نیول شوي دي.
له نیول شویو ترهګرو څخه یو عراده موټرسایکل، یو کړۍ د وسایطو ضد مقناطیسی ډوله ماین، یو میل تفنګچه، طالبانو ته اړوند ۴۰ پاني شبنامي او د ملی اردو یو جوړه یونیفورم چې له یادو توکو څخه یې په ترهګریزو او ورانکارو کړنو کې کار اخیست هم تر لاسه شوي دي.
نیول شویو ترهګرو د چاودیدونکو توکو او ماینونو په لیږدولو کې د خپلې سترواخفا په موخه له ۲ تنو ماشومانو څخه ګټه اخیسته تر څو د امنیتی ځواکونو د لید او پاملرنې وړ ونه ګرځي.
د یادو ترهګرو نیونه په هیواد کې د سولې او ثبات په ټنګښت کې د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د نه ستړی کیدونکو هلوځلو ښکارندوي کوي.


د مطلب کود: 108984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108984/په-ننګرهار-ولایت-کې-د-۳-تنو-ترهګرو-نیونه

آوا
  https://www.avapress.com