دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 109103
داعش ډله لا په افغانستان کښې نشته خو د راتګ امکان یې ډیر دی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې داعش وسله واله سرزورې ډله په افغانستان کې نشته ځکه چې دا ډله په افغانستان کې لازم ملاتړ نه لري.
ښاغلي کرزي د کاناډا خبري چاینل ته وویل:«تر کومه ځایه چې په افغانستان کې له داعش سره تړاو لري، تر دې دمه دا یوازې یوه ناره او شعار دی. ډېرې رسنۍ یې په افغانستان کې مطرح کوي خو عملاً داسي نښه نشته چې دا ډله وښيي.»
ښاغلي کرزي په عین حال کې وویل چې د دې خبرې معنا دا نه ده چې داعش به افغانستان ته رانه شي. «یوه ورځ به ووینئ چې د طالبانو سپین بیرغونه د داعش په تورو هغو بدل شي. خلک به هماغه وي، خو نوم به بدل کړي او دا کار په اسانه کېدای شي.»
ده وویل چې د دې بدلون لپاره داعش په سیمه کې ملاتړ ته اړتیا لري.
کرزي همداشان د امریکې د ولسمشر اوباما له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په مهالوېش کې له بدلون سره هم مخالفت وکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyhevtuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته