کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګو پوهنتون سره د خدمتي کارکوونکو ترڅنګ د نږدې یو نیم میلیونو افغانیو په لګښت د جنراتور مرسته وشوه.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1394 ساعت 17:09


د میدان وردګو ولایت پوهنتون سره د اړتیا له مخې د یو شمېر ادارو له لورې د خدمتي کارکوونکو او ولایت مقام له لورې ورسره د نږدې یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د جنراتور مرسته وشوه .
د دغه پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلی عبدالرحمن عثماني وویل د قانون سره سم دوی نشي کولای،چې اوس مهال ورکړل شوي تشکیل په موخه کسان په دندو وګماري .
هغه زیاته کړه،خو د چارو د ترسره کولو په موخه دوی څو تنو کارکوونکو ته جدي اړتیا لري،چې په دغه برخه کې وړاندیز لري،ترڅو ور سره د دغه ولایت د ادارو له لورې خدمتي کارکوونکې ورکړل شي.

ده همدا راز وویل دوی د برېښنا د نشتوالې له ستونزو سره مخامخ دي او په دغه برخه کې یې هم د مرستې غوښتنه وکړه .

په ولایت مقام کې د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل تر هغې چې نوي کسان په دنده ګمارل کیږي د دغه ولایت د پوهنې او حج او قافو ادارو له لورې به دوی ته خدمتي کارکوونکي ورکړل شي،چې د یادو ادارو د مسؤلینو له لورې هم په دغه برخه کې د مرستې ژمنه وشوه.
همدا راز نوموړی زیاته کړه،د برېښنا ستونزې د حل په موخه هغه جنراتور چې د ثبات پروګرام له لورې ولایت مقام سره مرسته شوې وه او شاخوا یو نیم میلیون افغانۍ لګښت لري،دغه پوهنتون لپاره په واک کې ورکړي.
د میدان وردګو سرپرست والي او د ادارو مسؤلینو ژمنه وکړه،چې د پوهنتون لپاره دوی په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي .

د یادونې وړده،د دغه پوهنتون لپاره د لومړی ځل لپاره زدکړیالان د کانکور له لارې بریالي شوي،چې سږ کال به عملي زدکړي پیل کړي.


د مطلب کود: 109177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109177/د-میدان-وردګو-پوهنتون-سره-خدمتي-کارکوونکو-ترڅنګ-نږدې-یو-نیم-میلیونو-افغانیو-په-لګښت-جنراتور-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com