کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بیارغاونې ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 حمل 1394 ساعت 13:49


 د میدان وردګو ولایت په جلریز او بهسودینو ولسوالیو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د نږدې دوه میلیونو افغانیو په مالي لګښت څلور بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ملي پیوستون د پروګرام له لورې د جلریز ولسوالۍ په مهران دره سیمه کې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷۷ متره په اوږدوالې یو ساتونکی دیوال چې چارې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې،جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدا راز د یاد پروګرام له لورې په بهسودینو ولسوالیو کې د سنګ سوراخ،سفید قلعه او مهرخانه په سیمو کې د اوبو درې برېښنا کوټه جوړ شول.

د دغه پروژو چارې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوي وې،چې د یو میلیون افغانیو څخه پر زیات لګښت راغلی و .


د مطلب کود: 109208

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109208/د-بیارغاونې-۴-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com