کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایران خارجه وزیر، د عمان په لور حرکت وکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 حمل 1394 ساعت 16:17


محمد جواد ظریف، نن سهار د عمان د پایتخت ، مسقط، په لور لاړ، ترڅو د دی هیواد د خارجه وزارت د مقامونو سره، کتنه، او د دوؤ اړخیزو اړیکو، او د سیمی د مسایلو او مهمو بدلونونو په باره کی، خبری اتری وکړی .
دایران خارجه وزیر، او ور سره ملګرئ پلاوئ به، په عمان کی له څو ساعته دمی له کولو وروسته، د پاکستانی مقامونو سره د کتنی او خبرو اترو لپاره، اسلام آباد ته لاړ شی .
د دؤو اړخیزو همکاریو اواړیکو، او د سیمی د بدلونونو څیړل، عمان او پاکستان ته د ایران د خارجه وزیر، د دوه ورځنی سفر؛ له مهمو اهدافو څخه اعلان شوی دی .


د مطلب کود: 109547

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109547/دایران-خارجه-وزیر-د-عمان-په-لور-حرکت-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com