کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 31 حمل 1394 ساعت 12:06


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان، پکتیا، ننګرهار، کنړ، تخار، فاریاب، جوزجان، کندهار، لغمان، کندز، هرات، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۱۰ تنه ټپیان او ۲۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي و نیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۰ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو ف او شنډ کړای شول .


د مطلب کود: 110213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/110213/۱۵-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com