کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۸ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 2 ثور 1394 ساعت 10:24


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ،ننګرهار،لغمان،پروان،سمنګان،جوزجان،زابل،میدان وردک،لوګر،هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۱۳ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان او زابل ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .


د مطلب کود: 110349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/110349/۱۸-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com