کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز ولایت کي د دوه تنو ترهګرو او په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو دیوې زېرمې نیول

2 ثور 1394 ساعت 11:51


د ملي امنیت د لوی ریاست کارکونکو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه ترهګر هر یو محمد ناصر د حبیب زوی او سمیع الله د سیدالله زوی چې د کندز ولایت د زر خرید سیمې اوسېدونکي دي نیولي.

له یادو کسانو سره چې غوښتل یې

- ۹ میله نوي پاکستاني کلاشینکوفونه

- (۱) میل پاکستانی کلکوف

- (۳۰) میله پاکستانۍ(CZ) تفنګچې

- (۱۴) میله نوې پاکستانۍ ټي ټي تفنګچې

- (۶) میله نوې پاکستانۍ میکروف تفنګچې

- او په ټولیز ډول ۱۹۲۱ فیره د یادو وسلو مرمۍ چې له یوه بې لمبر پلیټه سپین سراچه ډوله موټر څخه په ګټڼې د یو لړ ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له ننګرهار ولایت څخه کندز ته ولېږدوي هم نیول شوي دي.

له دې سره د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه پټن ځای څخه:

- (۳۰) میله نوي کلاشینکوفونه

- (۱۷) میله نوې ټي ټي تفنګچې

- او د تفنګچو (۳۷۰۰) فیره مرمۍ ترلاسه کړې دي.

د یاد وسلو او مهماتو په نیولو سره له نیکه مرغه له ګن شمېر ترهګریزو بریدونو څخه مخه ونیول شوه.


د مطلب کود: 110359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/110359/په-کندز-ولایت-کي-د-دوه-تنو-ترهګرو-او-فراه-کې-وسله-والو-طالبانو-وسلو-دیوې-زېرمې-نیول

آوا
  https://www.avapress.com