کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 ثور 1394 ساعت 10:50


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په زابل، فاریاب، کندهار، میدان وردک، جوزجان، غزنی، بدخشان، هرات، پکتیا، لوګر او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۲۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د دښمنانو له لورې ځای پرځای ۵۲ کړۍ ماینونه او د مهماتو یو دیپو هم په سیمه کی کشف او لمنځه وړل شوي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو له لورې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هغه شپږ کړۍ ځای پرځای شوو ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې په کندز، کندار، خوست او غور ولایت کې د خپلو شومو اهدافو او کرغیړنو کړنو په موخه ځای پرځای شوي وو د چاودنو مخه ونیول شوه.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.


د مطلب کود: 110573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/110573/۲۸-تنه-د-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com