کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانه پیلوټه وايي د داعش او طالبانو ځپلو ته د خپل سر په بیه چمتو ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 ثور 1394 ساعت 13:09


د افغان جنګي الوتکو یوازینۍ ښځینه پیلوټه وايي دا چمتو ده چې شپه او ورځ د هیواد د دښمنانو د تباه کولو لپاره الوت وکړي او د دښمن مورچې دړې وړې کړي.
نیلوفر رحماني د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړنۍ افغانه ښځینه پیلوټه ده چې د جنګي الوتکو د پورته کولو او په لوړه او تکتیکي توګه له هوا نه د دښمن د ځالو د نښه کولو او بمبارۍ وړتیا لري.
۲۳ کلنه رحماني، چې په افغانستان او امریکا کې یې د جنګي الوتکو روزنه تر لاسه کړې، اوس مهال په کابل کې د هوايي قواوو په قوماندانۍ کې په دنده بوخته ده.
نوموړې وایي چې طالبانو، دې او د دې د کورنۍ غړیو ته په وار وار د وژلو ګواښونه کړي لیکن د طالبانو د اخطارونو پروا نه لري.
پیغله رحماني وايي، د داعش او طالبانو پر ضد په عملیاتو کې د دې برخه اخیستل یې لوی آرمان دی چې د خپل وطن د آبادولو لپاره یي په زړه کې لري.
1دا افغانه پیلوټه، چې ویل کیږي اوس د نړۍ په کچه د جنګي الوتکو مینه والو ته په یوه سمبول بدله شوې، په دې باور ده چې ښځي کولای شي د نارینه وو په شان جنګي او ترانسپورتي الوتکي والوزوي او ترینه د خپل ملک او ملت په ګټه کار واخلي.
میرمن رحماني وايي کولای شي په هر راز سختو حالاتو حتی د سختو اورښتونو پر مهال الوت وکړي او د ملي پلیو ځواکونو د ملاتړ لپاره د ملک په ګوټ ګوټ کې هغوی ته هوايي ملاتړ ورسوي.
افغانستان تر ۱۳۷۱ کال پوري د سیمې په کچه یو غښتلی هوايي ځواک درلود چې د ټولو جنګي او ترانسپورتي پوځي الوتکو شمیره یي د ۴۰۰ شاوخوا وه خو تنظیمونو له منځه یووړې.


د مطلب کود: 111094

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/111094/افغانه-پیلوټه-وايي-د-داعش-او-طالبانو-ځپلو-ته-خپل-سر-په-بیه-چمتو-ده

آوا
  https://www.avapress.com