کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان په یمن کښې بندون ته رسیدلی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 جوزا 1394 ساعت 9:42


دامریکا دملي امنیت پخواني چارواکي په یمن دسعودي عربستان حمله بوږنونکي وبلله او زیاته یې کړ دسعودي عربستان ځوان شاهزادګان دزیاتو پوځي پیسو له لګولو سره سره دیمن دجنګ په مدیریت کښې بندون ته رسیدلي دي .
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا دملي امنیت پخواني چارواکي بروس ریډل چې په جاسوسۍ ادارې سي اي ای(CIA) کښې یې دیرش(۳۰) کاله فعالیت کړی دی دامریکا دبروکینګ انسټي ټیوټ په اینټرنیټ پاڼې کښې په یوې(۱) لیکنې کښې په یمن دسعودي عربستان د وروستي تیري په باره کښې وویل په داسې حال کښې چې په یمن کښې جنګ له یوه لنډ بشر دوستانه اووربند وروسته له سره پیل شوی دی ددغه جنګ خطرونه د سعودي عربستان دشاهزادګانو لپاره هماغه راز په زیاتیدا دي .
بروس ریډل چې دامریکا دڅلورو (۴) ولسمشرانو دملي امنیت سلاکار پاتی شوی دی زیاته کړه په یمن دسعودي عربستان د هوايي حملو له څو اونیو وروسته په حقیقت کښې دا دسعودي عربستان نهویشت(۲۹) کلن دفاع وزیر شاهزاده محمد بن سلمان دی چې بندون ته رسیدلی او دخپل او هیواد د راتلونکي په باره کښې یې جواري کړي ده .
هغه وویل په یمن کښې دسعودي عربستان په جنګ سره دیمن خلک چې تل یې دسعودي عربستان له شتمنو خلکو نفرت درلود اوس دانتقام غوښتونکي دي .
دامریکا دغه پخواني چارواکي دیمن له خلکو سره دجنګ لپاره سعودي عربستان ته د ځمکنیو ځواکونو داستولو لپاره د ریاض غوښتنو ته دپاکستان بې پامۍ ته په اشارې سره وویل دسعودي عربستان دباچا له بیړۍ ډکو فیصلو ددغه هیواد لپاره سخت شرایط رامینځته کړي دي .
هغه وویل سعودي عربستان په دې خبرې پوهیږي چې قدرت یې محدود دی او له ایران سره پرتله دهغوې له زیاتو دفاعي لګښتونو سره په یمن کښې دځان لپاره ځای نشي پیدا کولای .


د مطلب کود: 111982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/111982/سعودي-عربستان-په-یمن-کښې-بندون-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com