کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش په عربستان کې دشیعیانو د جومات د چاودنې لپاره ۲۰۰ میلیون ډالره اخستې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 جوزا 1394 ساعت 12:45


رسندویي سرچینو افشا کړه چې داعش تره ګرې ډلې د عربستان په قطیف ښار کې د امام علي جومات د چاودنې د اجرا لپاره له یوې بهرنۍاستخباراتي ادارې دوه سوه میلیونه ډالره اخستې دي.
د ایرنا خبري اژآنس د راپور له مخې د کویت چاپ الراي ورځپاڼې د دغه خبر په اعلان سره زیاته کړه د پردیو د اطلاعاتي ادارې درېو افسرانو په یوې غونډې کې چې تیره اونۍ دداعش په پینځو مشرانو سره د عراق په یوه شمالي ښار کې ترسره شوه وټاکله چې ددغه ترهه ګرې ډلې تالي څټي په عربستان کې د شیعیانو په یو جومات کې د چاودنې په بدل کې دوه میلیونه ډالره واخلي.
راپوروايي دغه اطلاعاتي ادارې پر دوو میلیون ډالرو سربیره وعده وکړه چې داعش ته به پرمختللې وسلې ورکوي.
که څه هم په راپورونو کې د دغه استخباراتي ادارې نوم نه دی افشا شوی خو د اسراییلو د جاسوسي تنظیم موساد او په مسلمانانو کې د اختلاف اچولو او د شیعه سني تر مینځ د فتنه جوړولو لپاره دداعش او اسراییلو ملګرتیا ورځ تر بلې ښکاره کیږي.
په یوې ترهه ګرې چاودنې کې چې د عربستان په قطیف ښار کې د شیعیانو په جومات کې د جمعې د لمانځه په وخت وشوه شل لمونځ کوونکي منجمله یو ماشوم شهید او کابو سل تنه ژوبل شوې وو.


د مطلب کود: 112070

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112070/داعش-په-عربستان-کې-دشیعیانو-د-جومات-چاودنې-لپاره-۲۰۰-میلیون-ډالره-اخستې

آوا
  https://www.avapress.com