کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د استخباراتي همکارۍ هوکړه به له اصلاحاتو وروسته بیا لاسلیک شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 جوزا 1394 ساعت 12:44


د افغانستان اجرايی رياست وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي همکاريو لاسليک شوى هوکړه ليک به له اصلاحاتو او څېړنو وروسته يو ځل بيا لاسليک شي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې ، چې د هېواد د ملي امنيت عمومي رياست تېره اونۍ د پاکستان د استخباراتو له ادارې سره هوکړه ليک لاسليک کړى، چې پر بنسټ به يې د پاکستان د پوځي استخباراتو سازمان د افغانستان د ملي امنيت ځواکونه تجهيز او روزي او دواړه استخباراتي بنسټونه به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له يو بل سره همکاري کوي.
د اجرايه رياست وياند جاوېد فيصل د دغه هوکړه ليک لاسليک کېدل مني اوپرون يې په کابل کې رسنيو ته وويل، کله چې د افغانستان سياسيونو په دې اړه خبرې اترې درلودې، نو په ارګ ماڼۍ کې ناسته تر سره او پرېکړه وشوه، چې په درېيو مواردو کې دغه هوکړه ليک بايد له سره وڅېړل شي.
هغه زياته کړه: "لومړى مورد دا و چې روزنيز پروګرامونه ګډ و، چې بايد د افغانستان او پاکستان تر منځ تر سره شوي وى. دويم مورد د هغو ډلو په نښه کول دي چې ازادي غوښتونکي دي چې د ډيورنډ کرښې په هاخوا کې فعاليت کوي او درېيم مورد د استخباراتي شبکو له فعاليتونو څخه مخنيوى يا هغه استخباراتي ډلې دي، چې د دواړو هېوادونو په داخل کې شتون لري."
نوموړي زياته کړه، چې د يادو درېيو مواردو په اړه به له سره څېړنه کېږي، څو په هوکړه ليک کې يوه حل لاره ورته پيدا او يا په کې اصلاحات رامنځته شي.


د مطلب کود: 112071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112071/د-استخباراتي-همکارۍ-هوکړه-له-اصلاحاتو-وروسته-بیا-لاسلیک-شي

آوا
  https://www.avapress.com