کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د حقاني ترهګرې ډلې د ځانمرګو بریدونو د طرح کوونکو نیول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 جوزا 1394 ساعت 13:42


د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د حقاني ترهګرې ډلې د ځانمرګو بریدونو (۳) تنه طرحه کوونکي هریو:

- ځانمرګی بریدکوونکی محب الله د احسان الله په مستعار نوم د کندهار ولایت اوسېدونکی

- حبیب الرحمن د وزیرګل زوی د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی،د ځانمرګو بریدونو طرح کوونکی او د ځانمرګو لېږدونکی

- فدا محمد د عبدالمالک زوی د کابل ولایت د ده سبز ولسوالی اوسېدونکی،د ځانمرګو ساتونکی او د ځانمرګو بریدونو طرحه کوونکی نیولي دي.

یادو کسانو هوډ درلود له چاودېدونکو توک ډک یو کرولا ډوله موټر څخه په ګټنې د کابل ښار په یو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې ځانمرګی برید ترسره کړي چې له نیکه مرغه یاد کسان موخې ته له رسېدو وړاندې ونیول شول او په کابل ښار کې له یوه خونړي برید مخه ونیول شوه.


د مطلب کود: 112139

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112139/په-کابل-ښار-کې-د-حقاني-ترهګرې-ډلې-ځانمرګو-بریدونو-طرح-کوونکو-نیول

آوا
  https://www.avapress.com