کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"قهر سېلاب او شاهين ۰۶" عملياتو په ترڅ کې د وسله والو هغه پلان شنډ کړای شو،

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 جوزا 1394 ساعت 18:22


د "قهر سېلاب او شاهين ۰۶" عملياتو په ترڅ کې د وسله والو هغه پلان شنډ کړای شو، چې غوښتل يې د کابل- جلال اباد لويه لاره ناامنه کړي.
دغه څرګندونې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان، د نظم عامې او سرحدي پوليسو رييس ارکانانو او د ملي امنيت مرستيال د ننګرهار ولايت رسنيو په دفتر کې د خبري کنفرانس پرمهال وکړې
دا عمليات، چې تېره اوونۍ د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ او لغمان د تورغر په سيمو کې د ګډو پوځيانو له لوري پيل شوي و او نن پای ته ورسېدل.
د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين په دې کنفرانس کې وويل، چې د "قهر سيلاب او شاهين "۰۶ عملياتو په ترڅ کې د طالب قوماندان منصور په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي، اوه وسله والو طالبان ټپيان شوي او پنځه شکمن وسله وال نيول شوي دي.
نوموړي وويل: (( وسله والو طالبانو هوډ درلود، چې د تورغر او د سره رود د ککړک په سيمو کې د کابل – جلال اباد لويه لاره نا ا منه کړي؛ خو افغان سرتيرو د يادو عملياتو په ترڅ کې د دې پلان مخه ونيوله.))
سنګين وويل، چې دا عمليات د ختيځ له لوري د ننګرهار د امنيتي ادارو لخوا د سره رود د ککړک بر کاکاخېل، ميا چېنه، ګزک او کلاتو په سيمو کې او د شمال له اړخه د دغه ولايت د امنيتي ادارو له لوري د تنګي، تورغر، قرغيو ولسوالۍ په سيمو کې تر سره شوي دي.
د څلورمې لوا قوماندان وويل، چې تر دې وروسته به په يادو سيمو کې امنيتي ادارې پوستې ډيرې کړي او ګډې ګزمې به هم تر سره کوي څو د لارې امنيت خوندي وي.
هغه ډاډ ورکړ، چې سرتيري يې کولای شي، چې د وسله والو دغسي پلانونه شنډ او د خلکو امنيت خوندي کړي.
دغه راز نوموړي وويل، چې په دغو عملياتو کې يو سرتيری شهيد او دوه نور ټپيان شوي دي.


د مطلب کود: 112154

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112154/قهر-سېلاب-او-شاهين-۰۶-عملياتو-په-ترڅ-کې-د-وسله-والو-هغه-پلان-شنډ-کړای-شو

آوا
  https://www.avapress.com