کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش د افغانستان په څو سیمو کښې فعالیت پيل کړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 جوزا 1394 ساعت 10:41


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې "داعش" ډلې د هېواد په څو سيمو کې فعاليت پيل کړى، خو افغان امنيتي ځواکونه هوډ لري څو د يو جدي ګواښ په توګه له دې ډلې سره مقابله وکړي.
پژواک خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت ویاند صديق صديقي دغه مطلب پرون د خبري غونډې پر مهال په کابل کې په ډاګه کړ.
هغه وويل چې د ځينو استخباراتي معلوماتو له مخې، داعش خپل فعاليت د هېواد په ځينو سيمو کې پيل کړى دى.
صديقي زياته کړه: ((په هېواد کې د داعش شتون يو ګواښ دى چې ورسره مخ يو، موږ ويښ يو او له وضعيت څخه په ښه توګه څارنه کوو، زموږ استخباراتي ځواکونه پر دې موضوع په کلکه کار کوي.))
د کورنيو چارو وزارت وياند په ډاګه کړه چې افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي، څو له هر ډول ګواښ سره چې د هرې ډلې له لوري وي، مبارزه وکړي. د صديقي د معلوماتو له مخې، د القاعده، طالبانو او حقاني شبکې ډېرى کسان له داعش سره يو ځاى شوي او دا ډله د کسانو په جلب او جذب اخته ده.
دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امريکايي قوماندان جنرال جان کمپل دوه ورځې وړاندې ويلي وو چې داعش په افغانستان کې د کسانو پر جذبولو اخته ده، خو تر اوسه يې عمليات نه دي پیل کړي.


د مطلب کود: 112178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112178/داعش-د-افغانستان-په-څو-سیمو-کښې-فعالیت-پيل-کړی

آوا
  https://www.avapress.com