کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کښې په بسونو باندې برید کښې ۲۱ مسافر ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 جوزا 1394 ساعت 12:12


د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې نامعلومو کسانو له دوو مسافر وړونکو بسونو څخه مسافر تښتولي او بیا یې له هغو نه ۲۱ کسان په ډزو ووژل.
 سړي تښتونکو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو له وسله والې نښتې وروسته ۵ مسافر د هغو له منګولو وژغورل شول. د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت له مخې د بلوچستان صوبې د مستونګ له کهډ کوچه سیمې سره نزدې نامعلومو وسله والو له دوو بسونو څخه ګڼ شمیر سپرلي کوز کړل او د نامعلوم ځاې په لور یې وتښتول، خو له پیښې نه په خبریدو سره امنیتي ځواکونو سړي تښتونکي تعقیب کړل او د هغوي ترمینځ له نښتې وروسته ترهګرو ۲۱ مسافر وویشتل او ویې وژل او یو بل مسافر پکښې زخمي شول چې د کوئټې روغتون ته وړل شوی دی.
امنیتي ځواکونو له نښتې وروسته پنځه تښتول شوي کسان ژوندي آزاد کړل. له پیښې وروسته په سیمه کښې د پلټنې عملیات پیل شوي دي. د بلوچستان صوبې لوړپوړي چارواکي د پيښې سیمې ته تللي او د دغې صوبې اعلی وزیر د سړي تښتونې په دې پيښې او پکښې د بیګناه انسانانو په وژل کیدو باندې خواشیني ښودلې او وې ویل چې د دې پيښې د مجرمانو د نیولو لپاره به له ټولو وسائلو او امکاناتو کار واخیستل شي.


د مطلب کود: 112311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112311/په-پاکستان-کښې-بسونو-باندې-برید-۲۱-مسافر-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com