کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سېپ بلټر یوځل بیا د فیفا رییس شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 جوزا 1394 ساعت 12:48


د فیفا د ریاست لپاره د سېپ بلټر یوازینی سیال اردنی شهزاده علي بن الحسین و؛ خو حسین وروسته له دې چې انتخابات دوهم پړاو ته ولاړل له سیالۍ لاس واخیست.
بلټر به له دې بریا سره د پنځم ځل لپاره د فیفا رییس شي او څلور کاله به دا دنده ترسره کوي.
د مالي فساد په تور د فیفا د اوو تنو جګپوړو مامورینو نیول کېدو دا انتخابات ترسیوري لاندې راوستل؛ خو بلټر له بریا وروسته په خپله وینا کې د فساد پرضد د مبارزې ژمنه وکړه:
((له تاسو مننه کوم چې زه مو د راتلونکو څلورو کلونو لپاره انتخاب کړم. زه به د دې کشتۍ چې نوم یې فیفا دی مشري په غاړه ولرم او ساحل ته به یې ورسوم.))
د فوټبال د نړېوال فدراسیون مشر همداراز وویل چې د خپلې کاري دورې ترپایه به دا موسسه له اوسني حالته وژغوري:
((زه یو معتقد سړی یم او وایم چې خدای به مرسته راسره وکړي؛ څو فیفا هغه ځای ته ورسوو چې باید وي. زه ژمنه درسره کوم چې د خپلې کاري دورې ترپایه به راتلونکي مشر ته پیاوړې فیفا سپارم.))
په فیفا کې د مالي فساد آوازې له مودو راهیسې اورېدل کېدې؛ خو په دې برخه کې انتقادونه هغه مهال اوج ته ورسېدل چې دې موسسې قطر د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړېوال جام د کوربه په توګه اعلان کړ په داسې حال کې چې د فوټبال د نړېوال جام لوبې په اوړي کې ترسره کېږي او قطر چې هوا یې ډېره توده ده په دې موسم کې دې لوبو ته وړ ځای نه دی.
همداراز ځینو انتقاد کوونکو د ۲۰۱۸ کال د نړېوال جام د لوبو لپاره د روسیې د غوره کولو په اړه پوښتنې کړې دي. سویسي چارواکو د روسیې او قطر د غوره کولو د څرنګوالي په اړه جنایي تحقیقات پیل کړي دي.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوټین د چارشنبې په ورځ پر متحدوایالاتو انتقاد وکړ او ویې ویل چې واشنګټن د فیفا په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي چې د فیفا په انتخاباتو کې د بلټر د بریا مخه ونیسي.
بلټر په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړېوال جام د لوبو له پلویانو څخه دی.


د مطلب کود: 112317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112317/سېپ-بلټر-یوځل-بیا-د-فیفا-رییس-شو

آوا
  https://www.avapress.com