دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 112443
داکتر عبدالله عبدالله لخوا د ملی امنیت لوی ریاست د ۲ تنو مرستیالانو پیژندنه
د ملی امنیت لوی ریاست د پیشنهاد پر اساس، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت عالی مقام د(۴۴۶) ګنی او ۱۳۹۴ لمریز کال د غبرګولی میاشتی د ۶ نیټی حکم پر اساس ښاغلی ادیب فهیم د ملی امنیت لوی ریاست لومړی مرستیال او ښاغلی اجمل عبید(عابدی) د پالیسي مرستیال په توګه منظور کړي دي.

نوموړی نن د ۱۳۹۴ لمریز کال د غبرګولی میاشتی په ۱۱ مه نیټه د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د اجرایی رییس ښاغلی داکتر عبدالله(عبدالله) لخوا معرفی او خپل کار یې پیل کړ.

ښاغلی ادیب فهیم د ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم زوی؛ یو ځوان دیپلمات او سیاست مدار په ۱۳۶۴ لمریز کال کې زیږدلی، او د لیسانس په کچه یې خپلې لوړې زده کړی په متحده عربی اماراتو کې د شارجه- امریکایی په پوهنتون کې د حقوقو او نړیوالو روابطو په څانګه تر سره او بیا یې خپل د ماستری سند د عامه پالیسي او ادارې په برخه کې د امریکا د نیویارک له پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی. او په ۱۳۸۹ کال کې د ملی امنیت شورا په دفتر کې د پالیسي او څارنې د مرستیال او په ۱۳۹۰ کال کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی چارو د ریاست مرستیال په توګه او په ۱۳۹۲ کال کې د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسی ریاست د رییس په توګه دندی تر سره کړی دي.

اجمل عبید«عابدی»؛ د آریات تلویزیون د رییس، د امریکا متحده ایالاتو د پراختیایی ادارې لپاره د مدنی زده کړو د مدیر، د نړیوال سازمان د رسینو په برخه کې د متخصص، په کابل پوهنتون کې د افتخاری استاد او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ویاند په توګه دندي تر سره کړی دي، او د مدنی ټولنی د یو فعال غړی په توګه یې یو لړ د آموزشی خپرونو لپاره په آسیا او اروپا کې د دموکراسی، بشرحقوقو او ټولټاکنو لپاره زمینه برابره کړی ده.

د ملی امنیت لوی رییس ښاغلی رحمت الله نبیل د دغو ۲ تنو تحصیل لرونکو او په هیواد مینو ځوانانو د تقرری له امله دوي ته مبارکی وایی او د لوی خدای (ج) له بارګاه څخه دوي ته د افغانستان ولس د خدمت په موخه استدعا کوي.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcayun6e49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته