کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک یو عراده موټر نیول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 جوزا 1394 ساعت 14:09


د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په هلمند ولایت کې د ترهګرو له یوه پټن ځای څخه له چاودېدونکو توکو ډک یو عراده ډاټسن ډوله موټر،۱۵ بشکه یي ماینونه،یو میل کلاشینکوف،یو میل تفنګچه،د بېلابېلو وسلو ۱۵۰۰ فیره مرمۍ او یوه اندازه نور پوځي توکي ترلاسه کړي دي.
ترهګرو هوډ درلود چې له چاودېدونکو توکو ډک یاد موټر څخه په ګټنې د لښکرګاه ښار په یو له ګڼې ګوڼې ډکه برخه کې ځانمرګی برید ترسره کړي.
د یادو توکو په نیولو سره له نیکه مرغه په هلمند ولایت کې د یو لړ خونړیو ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شوه.


د مطلب کود: 113088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/113088/په-هلمند-ولایت-کې-له-چاودېدونکو-توکو-ډک-یو-عراده-موټر-نیول

آوا
  https://www.avapress.com