کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ولایت کې د څلور کسیزې ترهګرې ډلې نیول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جوزا 1394 ساعت 13:49


د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ډلې یو تن قوماندان محمد عالم مشهور په غفار د ده له دریو کسانو هر یو:
· عبدالرحمن د جان محمد زوی
· حکمت الله مشهور په عزت الله د سید احمد زوی
· رفیع الله د نظر محمد زوی
چې په کندهار ښار کې په یو لړ ترهګریز چارو بوخت وو بالفعل له ۳ عراده موټرسایکلونو او ۲ میله تفنګچو سره چې له هغو یې د قومي مشرانو،دولتي کارکونکو او امنیتي منسوبینو په ترور کې ګټنه کوله نیولي دي.
نیول شوو کسانو منلې چې د څو تنو قومي مشرانو او امنیتي منسوبینو په ترور کې یې ونډه لرلې ده.


د مطلب کود: 113149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/113149/په-کندهار-ولایت-کې-د-څلور-کسیزې-ترهګرې-ډلې-نیول

آوا
  https://www.avapress.com