کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۴۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 سرطان 1394 ساعت 11:13


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کندز،فاریاب،ارزګان،نورستان،غزنی او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۴۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۲۵ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.


د مطلب کود: 113674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/113674/د-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-۴۳-تنه-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com