دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 113837
جمهور رئیس غني: همدا تاسو ورزشکارانو د افغانستان تصویر بدل کړ

افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د المپیک د ملي ورځې په مناسبت جوړه شوې نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د کابینې ځینو غړو او د المپیک ملي کمېټې د مشر په ګډون ګڼو ورزشکارانو هم په کې حضور درلود. د المپیک د ملي کمېټې رئیس محمدفهیم هاشمي په غونډه کې د جمهور رئیس ګډون وستایه اومننه یې ترې وکړه، چې په خپلو ویناو کې د ورزش د ارزښت یادونه کوي، دا یې د ورزشکار و د هڅونې او روحیې لپاره ګټوره وبلله.
نوموړي د المپیک ملي ورځ مهمه او تاریخي ورځ وبلله او زیاته یې کړه، چې ورزش د سولې، ملي یووالي،روغتیا او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي دا هم وویل، چې د ورزش د لا ودې او ترویج په برخه کې د حکومت مرسته او پاملرنه مهمه او اړینه ده.
جمهور رئیس غني د هېواد د ټولو ورزشکارانو د هلو ځلو او لاسته راوړنو مننه وکړه او وې ویل، ورزش د ناروغیو، رواني تشویشونو او د نشه یي توکو د استعمال په مخنیوي کې مهم رول لري او دغه رول په حقیقت کې همدا تاسو ورزشکاران ترسره کوئ.
جمهور رئیس وویل، همدا تاسو ورزشکارانو د افغانستان تصویر بدل کړ، هر ځل چې ستاسو د هلو ځلو له برکته د لوبو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ملي بیرغ پورته شوی، نو نړیوالو افغانستان ته د ارزښت په سترګه کتلي. ستاسو همدا لاسته راوړنه ماته له ملیونونو ډالرو زیات ارزښت لري، ځکه چې تاسو په سختو شرایطو او ازادو سیالیو کې ډېرې لویې لاسته راوړنې لرلې دي.
جمهور رئیس وویل، ورزش په اسلامي او ملي فرهنګ کې مهم ځای لري او دا باید په یو سرتاسري او ملي پروګرام بدل شي.
د هېواد جمهور رئیس د پوهنې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ورزش ته د افغانستان په تعلیمي نصاب او ښوونځیو کې لا ډېره پاملرنه وکړي. د عامې روغتیا وزیر ته یې هدایت وکړ، چې ورزشکارانو ته د روغتیایي مشورو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي. د کار او ټولنیزو چارو وزیرې ته یې لارښوونه وکړه چې ورزشکارانو ته د کار زمینه برابره کړي او ورزش د کار برخه وګرځوي.
جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولي او سرښندنې وستایلې او وې ویل، دا چې دلته ارام ناست یوو او د المپیک ملي ورځ نمانځو دا د همدوی برکت دی، نو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو او منځ کې هم باید ورزش دود کړو.
جمهور رئیس د المپیک ملي کمېټې څخه وغوښتل چې د ورزش د لا ودې او مثبت بدلون په موخه خپلې اصلاحې طرحې ترتیب او له ما سره شریکې کړئ. نوموړي ډاډ ورکړ چې تاسو مستقل یئ او سیاستونه به په تاسو هیڅ سیوری او اغېز ونه لري او هیله یې څرګنده کړه، چې بل ځل بیا هم دا ورځ د سولې، یووالي او
ورورګلوۍ په فضا کې ولمانځو.
جمهور رئیس غني وویل، د ښوونځي له وخته یې هره ورځ منظم ورزش کړی او د همغه له برکته نن له ستړیا پرته هره ورځ شپاړس ساعته کار کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcippazyt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته